بغلان : د افغانستان د بغلان ولایت د دهنه‌ غوري ولسوالۍ په چوتقه‌ سای سیمه کې ،د سپتمبر په ۷مه، د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو چک‌ ډیم او اوبو حوض د جوړولو چارې پېل شوې دي.

 

د بغلان ولایت مقام وايي، دا پروژه د ولایت مقام په هڅو، د سیندیزې حوزې په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي. د پروژې له مخې، ۴ متره لوړ او ۱۲.۵ متره پلن چک‌ ډیم او د اوبو د زېرمه کولو لپاره ۲۵ متره عرض لرونکی حوض جوړېږي.

 

مسؤلین وايي، د دې پروژې موخه د اوبو کمښت ستونزې راکمېدل، د اوبو زېرمه کول او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول دي. د بغلان ولایت مقام زیاتوي چې هڅه کېږي په نږدې راتلونکي کې د ولایت په نورو سیمو کې هم ورته د اوبو زېرمه کولو پروژې پلې شي.