خوست : د افغانستان د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، چې د روغتیايي اصولو او قوانینو د سرغړونې له امله یې ،د سپتمبر په ۷مه، ۲۵ درملتونونه، کلینیکونه او نور روغتیايي مرکزونه تړلي دي.
د دغه ریاست په وینا، په تړل شویو مرکزونو کې ۱۲ درملتونونه شامل دي چې د فارمسسټ د نه موجودیت او د اجازې پرته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو له امله بند شوي دي.
چارواکي وايي، چې شپږ د پېچکارۍ خونې، دوه د غاښونو کلینیکونه، یو لابراتوار، درې د ناروغانو د معاینې خونې او یو دودیز روغتیايي مرکز هم د جواز او نورو قانوني شرایطو د نه پوره کولو له امله تړل شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست وايي، چې د تلاشۍ پر مهال یې ۹۷ ډوله تاریخ تېري درمل هم نیولي دي چې ټول وزن یې شاوخوا ۴۵ کیلوګرامه و. ریاست ویلي دي چې په خوست کې به د درملتونونو، کلینیکونو او نورو روغتیايي مرکزونو تلاشي او څارنه دوام ولري.


شال نیوز