د لکي مروت پولیس وايي چې د سب ډویژن بیټني د شادي خېلو تاڼې په حدودو کې ناڅرګنده کسانو د بارودي موادو په وسیله د پولیس سرتیري تحصیل خان کور الوځولی دی.

 

پولیس زیاتوي چې د چاودنې له امله د هغه د کور دننه میلمستون په بشپړ ډول نړېدلی دی.

 

د لکي مروت پولیس وايي چې د پېښې وروسته د پولیسو ځواکونه د پېښې ځای ته لېږل شوي او سیمه یې تر کنټرول لاندې اخیستي ده. تر اوسه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.