دوبۍ : د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې د دوشنبې په ورځ، د سپتمبر پر ۷مه، په دوبۍ کې هانګ کانګ ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه او د ښځو د شل اوریز اسیا کپ سیمي فاینل ته یې لار پیدا کړه.
پاکستان پچه وګټله او لومړی یې بېټنګ وکړ. لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. شوال ذوالفقار په ۳۵ بالونو ۴۷، عایشه ظفر ۲۶ او کپتانې فاطمه ثنا ۲۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
هانګ کانګ د ۱۴۴ منډو هدف په ځواب کې په ۱۹ اورونو کې پر ۷۱ منډو ټول وسوځېد.
د پاکستان چپ لاس سپین بالرې نصره سندهو په څلورو اورونو کې یوازې اووه منډې ورکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځول. دا د پاکستان د ښځینه کرکټ په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو غوره بالینګ دی او نصره لومړۍ پاکستانۍ لوبغاړې شوه چې په یوه شل اوریزه نړیواله لوبه کې شپږ ویکټې اخلي. هغه د لوبې غوره لوبغاړې هم وټاکل شوه.
پاکستان په اې ګروپ کې له درې لوبو د دوو بریاوو په ترلاسه کولو څلور پواینټونه واخیستل او دویم مقام یې خپل کړ. پاکستان به د سپتمبر پر ۱۱مه په دویم سیمي فاینل کې له سریلانکا سره مخامخ کېږي.


شال نیوز