پښین : په پښین او سرانان کې د وروستیو ناامنیو او د وسله والو د فعالیتونو پر ضد ،د سپتمبر په ۷مه، د ټولو ګوندونو او انجمن تاجران په بلنه احتجاجي لاریون شوی، چې د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبایي مشر ،اصغر خان اڅکزي، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، سوداګرو او ګڼو ولسي وګړو پکې ګډون کړی دی.
لاریون د پښین ښار له بېلابېلو سیمو تېر شو او وروسته په احتجاجي غونډه بدل شو. ګډونوالو د ناامنۍ پر ضد شعارونه ورکړل او له حکومته یې وغوښتل چې په پښین، سرانان او شاوخوا سیمو کې د امن لپاره عملي ګامونه واخلي.
غونډې ته په وینا کې اصغر خان اڅکزي وویل، چې وروستیو امنیتي پېښو او د وسله والو فعالیتونو د سیمې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. هغه وویل، چې حکومت او ریاستي ادارې د ولس د سر او مال د ساتنې مسوولیت لري او باید خپل رِټ ټینګ کړي.
اڅکزي د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بي اېل اې له خوا په پښتون مېشتو سیمو کې د بریدونو په اړه وویل، چې دغو پېښو ته د پښتون او بلوڅ د شخړې رنګ ورکول د دواړو قامونو ترمنځ د کرکې او واټن پیدا کولو هڅه ده.
د هغه په وینا، د پښتنو او بلوڅو ترمنځ قامي شخړه نشته او دواړه ولسونه له اوږدې مودې راهیسې یو له بل سره ګډ ژوند کوي. نوموړي وویل، چې پښتانه او بلوڅ دواړه د ناامنۍ او تاوتریخوالي له ستونزو سره مخ دي او باید د یو بل پر ضد د درولو هڅې ناکامه کړي.
اڅکزي وویل، چې وسله وال فعالیتونه د هېڅ قام، ژبې یا سیمې استازیتوب نه کوي او د ناامنۍ پر ضد باید سیاسي ګوندونه، سوداګر او ولس په ګډه غږ پورته کړي. د احتجاج نورو ویناوالو هم د امن په ساتلو کې پر حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل، چې پرله پسې امنیتي پېښو کاروبار او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
مظاهرینو له حکومته وغوښتل چې په پښین، سرانان او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د وسله والو فعالیتونو مخه ونیسي، د وروستیو پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او د خلکو د سر او مال خوندیتوب یقیني کړي. ګډونوالو وویل، چې ولس امن غواړي او د ناامنۍ روان حالت ورته د منلو وړ نه دی.


نعيم اچکزئي