نوښار : د نوښار ضلعې په اکوړه خټک کې د سپتمبر پر ۷مه د ختم نبوت د تحفظ ورځ ولمانځل شوه او په دې مناسبت له جامعه دارالعلوم حقانیې څخه مرکزي لاریون وویستل شو. په لاریون کې د دیني مدرسو زده کوونکو، علماوو او عامو خلکو ګډون کړی و، او ګډونوالو د ختم نبوت د عقیدې د تحفظ په حق کې شعارونه ورکړل.
د جمعیت علماء اسلام (س) مرکزي سرپرست او د جامعه دارالعلوم حقانیې د حدیثو استاد مولانا عرفان الحق حقاني لاریون ته په وینا کې وویل، چې ختم نبوت د مسلمانانو د ایمان اساسي او نه بدلېدونکې عقیده ده.
هغه وویل، چې د ۱۹۷۴م کال د سپتمبر د اوومې تحریک او د ختم نبوت د عقیدې د تحفظ لپاره ورکړل شوې قربانۍ د مسلمانانو په تاریخ کې ځانګړی اهمیت لري. مولانا عرفان الحق حقاني وویل، د ختم نبوت د عقیدې د تحفظ لپاره باید مسلمانان متحد پاتې شي او د ده په وینا، هره هغه هڅه ناکامه کړي چې د دې عقیدې پر ضد وي.
هغه زیاته کړه، چې مسلمانان پر دې عقیده لري چې حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ د الله تعالی وروستی نبي او رسول دی او د ختم نبوت عقیده د اسلام له بنسټیزو عقایدو څخه ده. د لاریون پر مهال ویناوالو د ۱۹۷۴م کال د سپتمبر ۷مې تاریخي پرېکړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د ختم نبوت د عقیدې د تحفظ لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.


ندیم مشواني