غلام خان : د شمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په وژل شویو وسله والو کې ایرانی وګړی ،محمد فاتح، هم دی، چې سرکاري سرچینې وايي پخوا له القاعدې سره تړلی و او وروسته له ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، سره یوځای شوی و.
یوې امنیتي سرچینې، چې د عملیاتو پر مهال د پېښې په سیمه کې موجوده وه، شال نیوز ته ویلي دي چې محمد فاتح د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له نورو وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.
یوې بلې سرکاري سرچینې، چې له عملیاتو وروسته یې د وژل شویو کسانو د شناخت په چارو کې برخه اخیستې وه، شال نیوز ته وویل چې د محمد فاتح د شناخت پر مهال معلومه شوه چې هغه ایرانی وګړی و.
د همدې سرچینې په وینا، محمد فاتح په شام کې په «جعفر» نوم پېژندل کېده، خو پاکستان ته له راتلو وروسته یې د «محمد فاتح» نوم کاراوه.
شال نیوز ته ورکړل شوي معلومات ښيي چې نوموړي په ۲۰۱۴م کال کې، هغه مهال چې شاوخوا ۱۶ کلن و، په شام کې وسله والو فعالیتونو ته مخه کړې وه او هلته یې له القاعدې سره تړاو درلود.
د سرچینې په وینا، محمد فاتح نږدې لس کاله په شام کې پاتې شوی و. هلته یې له یوې شامۍ ښځې سره واده کړی و او دوه لوڼې یې لرلې.
هغه وروسته شام پرېښود او پاکستان ته راغی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد فاتح څه موده د بلوچستان په مکران سیمه کې هم پاتې شوی و.
د وژل شویو کسانو د شناخت په چارو کې شاملې سرچینې شال نیوز ته ویلي دي چې محمد فاتح څه باندې اته میاشتې مخکې له ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، سره یوځای شوی و.
د محمد فاتح د وژل کېدو په اړه خپاره شوي نور راپورونه وايي چې هغه د سپتمبر پر ۶مه په شمالي وزیرستان کې له اتو نورو وسله والو سره وژل شوی دی. تر اوسه شال نیوز نه شي تاییدولی چې دا نهه کسان د ای اېس پي ار له خوا د اګست له ۳۱مې وروسته اعلان شویو ۲۵ وژل شویو کسانو برخه وو که د یوې جلا پېښې وژل شوي دي.
شال نیوز د محمد فاتح د ایراني تابعیت، په شام کې د هغه د فعالیتونو او له القاعدې او ټي ټي پي سره د تړاو په اړه ټول معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.


صفدر داوړ