کرمه : د منځنۍ کرمې په تیندو سیمه کې ،د سپتمبر په ۷مه، د ډرون برید له امله د علي شېرزو قبیلې دوه کسان وژل شوي دي. پولیس سرچینې وايي، چې په برید کې دوه کسان سخت ژوبل شوي وو چې د درملنې لپاره د صدې روغتون ته رسول شوي، خو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

 

د پولیسو په وینا، دواړه وژل شوي کسان د علي شېرزي قبیلې غړي وو. پولیس وايي، د ډرون برید په اړه پلټنې روانې دي.

 

بلخوا، د منځنۍ کرمې له ټرالي سیمې څلور ورځې وړاندې تښتول شوی اېس اېچ او لا هم نه دی راخوشی شوی. پولیس وايي، د اېس اېچ او د راخوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.