ټل : سرکاري سرچینې وايي، چې د کرمې ضلعې ته څېرمه د ټل تحصیل په دالان سیمه کې امنیتي ځواکونو کارروایي کړې چې پکې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

 

د امنیتي سرچینو په وینا، وسله والو ،د سپتمبر په ۷مه، په سیمه کې د تالاشۍ لپاره لنډمهاله ناکه لګوله چې امنیتي ځواکونو یې په اړه معلومات ترلاسه کړل. سرچینې وايي، چې د ایف سي ځانګړې ډلې، ایس او جي، د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته کارروایي وکړه.

 

د چارواکو په وینا، په کارروایۍ کې دوه وسله وال ووژل شول او دوه نور ژوبل شول. سرچینې زیاتوي، ژوبل وسله وال د خپلو ملګرو له خوا له سیمې وړل شوي دي. چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو په کارروایۍ سره په سیمه کې د وسله والو د ناکې لګولو هڅه شنډه شوې ده.

 

تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او له کومې وسله والې ډلې سره د هغوي د تړاو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. د کومې وسله والې ډلې غبرګون هم مخې ته نه دی راغلی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د مرګ ژوبلې د شمېر پخلی نه شي کولی.