لوګر : د هند د دارالعلوم دیوبند د علماوو یو پلاوي د لوګر د سفر پر مهال د طالبانو د والي له مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین او یو شمېر دیني علماوو سره لیدلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ،د سپتمبر په ۷مه، ویلي دي، چې په دې لیدنه کې د دارالعلوم دیوبند علماوو په افغانستان کې د امنیت پر اوسني حالت خبرې کړې او د «اسلامي نظام تر سیوري لاندې د بشپړ امن» پر ټینګښت یې خوښي ښودلې ده.
د لوګر لپاره د طالبانو د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین د پلاوي هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان ډېری دیني عالمان د دارالعلوم دیوبند له فکري مکتب سره تړاو لري. نوموړي دارالعلوم دیوبند د اسلامي زده کړو له مهمو او تاریخي مرکزونو څخه بللی دی.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د لیدنې په پای کې د دارالعلوم دیوبند علماوو شیخ انعام الله صلاح الدین ته بلنه ورکړې چې په مناسب وخت کې هند ته سفر وکړي او له دارالعلوم دیوبند څخه لیدنه وکړي.
دارالعلوم دیوبند د هند په اترپردېش ایالت کې یو له پخوانیو او مشهورو دیني مدرسو څخه دی او د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دیني مدرسو او علماوو یې فکري اغېز پاتې شوی دی.


شال نیوز