چاغي : د بلوچستان د چاغي ضلعې په بازار کې د سپتمبر پر ۶مه ناڅرګنده وسله والو سپین ږیری قبایلي مشر ملک کریم داد محمد حسني په ډزو وژلی دی.
د پولیسو په وینا، ملک کریم داد محمد حسني د چاغي په بازار کې په یو دوکان کې ناست و چې څلور وسله وال ورغلل او پرې ډزې یې وکړې. نوموړی د ډزو له امله پر ځای ووژل شو.
پولیس وايي، چې برید کوونکي په سپین رنګ کرولا ایکس موټر کې راغلي وو او له برید وروسته په همدې موټر کې له سیمې وتښتېدل.
د پېښې له خبر وروسته د چاغي پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل، شواهد یې راټول کړل او د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره یې لټون پېل کړ.
ملک کریم داد محمد حسني د سیمې له پېژندل شویو سپین ږیرو قبایلي مشرانو څخه و. د هغه تر وژل کېدو وروسته سیمه ییزو قبایلي مشرانو او اوسېدونکو د پېښې پر سر خواشیني څرګنده کړې ده.
پولیس وايي، تر اوسه د وژنې لامل نه دی معلوم او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د برید ذمه واري هم تر اوسه چا نه ده منلې.


نعيم اچکزئي