واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د توې خلې تحصیل په زرملن سیمه کې د ځايي امن کمېټۍ او د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو ترمنځ له تېرو دوو ورځو راهیسې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

ځايي سرچینو ،د سپتمبر په ۷مه، ویلي دي، چې نښتې په سیمه کې وخت ناوخت روانې دي او د دواړو خواوو ترمنځ ډزې شوې دي. د دغو نښتو له امله په سیمه کې د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

د سرچینو په وینا، په نښتو کې د ټي ټي پي څلور وسله وال وژل شوي او د ځايي امن کمېټۍ درې کسان ژوبل شوي دي. خو تر اوسه حکومتي یا امنیتي چارواکو د دغو شمېرو رسمي پخلی نه دی کړی.

 

ځايي خلکو ویلي دي، چې د تېرو دوو ورځو پر مهال د زرملن په بېلابېلو برخو کې د ډزو غږونه اورېدل شوي او د امنیتي حالت د خرابېدو له امله د سیمې خلک اندېښمن دي.

 

تر اوسه دا هم نه ده روښانه شوې چې نښتې په کومه پېښه پېل شوې او د ځايي امن کمېټۍ او ټي ټي پي ترمنځ د تازه کشالې اصلي لامل څه دی.

 

حکومتي او امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی. تحریک طالبان پاکستان هم د خپلو کسانو د وژل کېدو او د روانو نښتو په اړه تر اوسه کوم بیان نه دی ورکړی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د وژل شویو او ژوبلو کسانو د شمېر او د نښتو د نورو جزییاتو پخلی نه شي کولی.