میرام شاه : د شمالي وزیرستان د ځنګلاتو محکمې د سپتمبر پر ۶مه د دفاع ورځې په مناسبت د نیالګیو لګولو کمپاین پېل کړی دی. د ځنګلاتو محکمې چارواکي وايي، چې دا کمپاین د خیبر پښتونخوا حکومت د پروګرام برخه ده، چې له مخې یې په سیمه کې د ۱۵ زره نیالګیو لګولو هدف ټاکل شوی دی.
د کمپاین په لومړۍ ورځ په ګورنمنټ کالج اف منیجمنټ ساینسز نمبر یو، اکرم خان دراني سکول اېنډ کالج او ایي سي اېم اېس سکول کې نیالګي ولګول شول.
په کمپاین کې د شمالي وزیرستان ډویژنل فارسټ افسر سید انوار، سب ډویژن افسر احسان وزیر، د ډومېل اسسټنټ کمشنر نواب بنګش، استادانو، زده کوونکو، قامي مشرانو او ځايي خلکو برخه اخیستې ده.
د ځنګلاتو محکمې په وینا، د کمپاین موخه د سیمې زرغونول، د هوا د ککړتیا کمول او د موسمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د ونو شمېر زیاتول دي. چارواکو له خلکو غوښتي چې یوازې د نیالګیو پر لګولو بسنه ونه کړي، بلکې د هغو ساتنې او پالنې ته هم پام وکړي.


صفدر داوړ