نوښار : د نوښار په خویشکي بالا سیمه کې د یو کم عمره ماشوم مور د خپل زوې د جنسي تېري په مقدمه کې له جوړجاړي د انکار وروسته ،د سپتمبر په ۶مه، په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده.
د شال نیوز خبریال سید ندیم مشواڼي د پولیسو له قوله وايي، چې وژل شوې ښځه شرافت بي بي نومېده. نوموړې په ډزو سخته ټپي شوې وه او روغتون ته د وړلو پر مهال یې ساه ورکړه.
پولیس وايي، شاوخوا دوه کاله وړاندې د شرافت بي بي پر پنځه کلن زوې د ،داود، مشهور په ،سدیس، له خوا د جنسي تېري تور لګېدلی و او په دې اړه مقدمه هم درج شوې وه.
د پولیسو په وینا، وروسته د دې مقدمې په تړاو جرګه شوې وه او د جوړجاړي خبرې هم شوې وې. پولیس زیاتوي، داود او د هغه پلار مناف د شرافت بي بي کور ته ورغلي وو او له هغې یې غوښتنه کړې وه چې عدالت ته وړاندې شي او په مقدمه کې جوړجاړی وکړي.
پولیس وايي، شرافت بي بي له جوړجاړي انکار وکړ، چې پر دې داود په غوسه شو او د هغې د مېړه په وړاندې یې پرې ډزې وکړې. شرافت بي بي په پېښه کې سخته ټپي شوه، خو روغتون ته د انتقال پر مهال مړه شوه.
پولیس وايي، له پېښې وروسته داود او د هغه پلار مناف له سیمې تښتېدلي وو، خو د هغوي د نیولو لپاره د پولیسو د عملیاتو پر مهال مناف ولد صراف خان نیول شوی دی. اصلي تورن داود لا هم تښتېدلی دی.
د وژل شوې ښځې مړی د پوسټ مارټم لپاره د نوښار قاضي حسین احمد میډیکل کمپلېکس ته وړل شوی و او د پوسټ مارټم وروسته کورنۍ ته سپارل شوی دی. پولیسو د خویشکي په تاڼه کې مقدمه درج کړې او وايي، د تښتېدلي تورن د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.


ندیم مشواني