بنو : د بنو د اسماعیل خانۍ په سیمه کې یو ټرک له چینچي رکشې سره ټکر شوی، چې له امله یې په رکشه کې سپاره شپږ کسان ژوبل شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د پېښې له اطلاع وروسته امدادي ډلې ځای ته ورسېدې، ژوبلو کسانو ته یې لومړنۍ طبي مرسته ورکړه او بیا یې د علاج لپاره د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته ورسول.
په ژوبلو کسانو کې افنان، سلیم، مل افسر، احمدالله، حزب الله او سنید شامل دي، چې عمرونه یې د شاوخوا ۲۰ او ۵۵ کلونو ترمنځ دي. د ریسکیو چارواکي وايي، ژوبل کسان د حسن خېل، میراخېل، داد کلا او حجرې سیمو اوسېدونکي دي.
په ټکر کې چینچي رکشې ته سخت زیان رسېدلی دی. تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی څرګند شوی او اړوند چارواکي یې پلټنه کوي.


صفدر داوړ