قاهره : د مصر یو عدالت ،د سپتمبر په ۵مه، مشهورې ټلویزیوني ویاندې سارا خلیفه او ۱۱ نورو کسانو ته د نشي توکو د جوړولو او خرڅلاو په قضیه کې د پانسۍ سزا اورولې ده.

 

د مصر سرکاري ورځپاڼې الاهرام ویلي، دا کسان د مجرمینو د یوې ډلې غړي وو چې د نشي توکو د جوړولو لپاره یې خام مواد مصر ته راوړل او وروسته یې نشي توکي جوړول او خرڅول. د راپور له مخې، له دې کسانو سره بې‌ جوازه وسلې او مهمات هم موندل شوي وو.

 

۳۹ کلنه سارا خلیفه د مصر مشهوره ټلویزیوني ویانده ده او د جرمونو او جنایي پېښو په اړه د یو ټلویزیوني پروګرام له کبله پېژندل کېږي.

 

سارا خلیفه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. د هغې وکیل ویلي، د عدالت د فیصلې پر ضد به اپېل وکړي. په دې قضیه کې ټول ۲۸ کسان محاکمه شوي دي. عدالت سارا خلیفه او ۱۱ نورو ته د پانسۍ، نهو کسانو ته د عمر قید سزا ورکړې او اووه نور یې بې‌ ګناه بللي دي.

 

د سارا خلیفه او نورو تورنو قضیه تېره میاشت د مصر مفتي ته استول شوې وه، چې په دغه هېواد کې د پانسۍ د سزا د قانوني بهیر یوه برخه ده.