کابل : د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد، د هغه مرستیال حمدالله فطرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل په کابل کې د اکسوس کتاب پلورنځي لیدنه کړې ده.
د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا ،د سپتمبر په ۶مه، د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغو چارواکو د لیدنې پر مهال د پلورنځي بېلابېلې برخې کتلي، له شته کتابونو او فرهنګي فعالیتونو سره یې ځان بلد کړی او د کتاب لوستلو او مطالعې د دود د پراختیا لپاره یې د اکسوس د هڅو ستاینه کړې ده.
اکسوس وايي، چې د لیدنې پر مهال ذبیح الله مجاهد ته د ابن خلدون مشهور اثر «مقدمه ابن خلدون» او «قامونه څنګه بریالي کېږي» کتابونه د فرهنګي ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.
«مقدمه ابن خلدون» د تاریخ، ټولنې، سیاست او د دولتونو د عروج او زوال په اړه له مشهورو کلاسیکو اثارو څخه شمېرل کېږي. «قامونه څنګه بریالي کېږي» بیا پر دې بحث کوي چې ولې ځینې هېوادونه اقتصادي او سیاسي پرمختګ کوي او ځینې نور وروسته پاتې کېږي.
اکسوس په کابل کې له پېژندل شوو کتاب پلورنځیو او خپرندویه مرکزونو څخه دی او د پښتو، دري او نورو ژبو کتابونه خپروي او پلوري. دې ادارې په تېرو کلونو کې یو شمېر ژباړل شوي او اصلي کتابونه هم چاپ کړي دي.
د اکسوس د خپرندویۍ له پخوانیو کارونو څخه د «زه ملاله یم» پښتو ژباړه او «د تېلو پاچاهان» په نوم د یو سیاسي ـ تاریخي کتاب پښتو ژباړه هم یادېږي.
تر اوسه د طالبانو د ویاند دفتر یا د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه جلا رسمي بیان نه دی خپور کړی او د لیدنې د هدف یا له اکسوس سره د نورو خبرو جزییات هم نه دي په ډاګه شوي.


شال نیوز