مستونګ : د بلوچستان په مستونګ کې ،د سپتمبر په ۶مه، د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لار د شپږو ناپېژندل شويو کسانو مړي موندل شوي دي.

 

پولیس وايي، پنځه مړي د مستونګ ښار ته نږدې په دتو موړ کې موندل شوي دي، چې پر بدنونو یې د سخت تشدد او ډزو نښې دي. یو بل مړی د ډي سي هاوس ته نږدې موندل شوی دی. د شپږم مړي په اړه لا نور رسمي جزییات نه دي ورکړل شوي.

 

ځايي سرچینې وايي، په دتو موړ کې موندل شوي پنځه مړي څو ساعته د سړک پر غاړه پراته وو، ځکه روغتون ته د انتقال لپاره پر وخت ایمبولینس نه و رسېدلی. وروسته پولیسو مړي روغتون ته انتقال کړل.

 

د پولیسو په وینا، د پنځو کسانو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی او داسې ښکاري چې تر سخت تشدد وروسته په ډزو وژل شوي دي. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پېل کړې دي.

 

تر اوسه دا نه ده معلومه چې وژل شوي کسان څوک وو، چا وژلي او مړي یې ولې په دغو دوو ځایونو کې اچولي دي. د پېښې مسؤلیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

 

دا پېښه داسې مهال شوې ده چې په وروستیو ورځو کې په مستونګ او د بلوچستان په یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي عملیات روان دي. د پاکستان پوځ د سپتمبر په ۴مه ویلي وو چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې په مستونګ، کوټه، کلات او سبي کې د عملیاتو پر مهال ۴۸ وسله وال وژلي دي.