سوات : د سوات په مینګوره کې ،د سپتمبر په ۶مه، د ډزو په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي. د ریسکیو چارواکو په وینا، لومړۍ پېښه د مینګورې په براما قونج سیمه کې شوې، چې په ډزو کې د شانګلې اوسېدونکی ۳۰ کلن کریم الله وژل شوی دی.

 

د ډزو دویمه پېښه د فضاګټ بای پاس په سیمه کې شوې، چې پکې د منګلور د لوي بنړ اوسېدونکی ۸۱ کلن خونه ګل وژل شوی دی. د ریسکیو طبي ډلې د دواړو کسانو مړي سیدو شریف روغتون ته لېږدولي، چې هلته ډاکټرانو د هغوي مړینه تایید کړې ده.

 

پولیس د پېښو ځایونو ته رسېدلي او د دواړو پېښو په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د ډزو لامل او دا نه دي څرګند شوي چې په دواړو پېښو کې څوک لاس لري. پولیسو هم تر دې دمه د کوم کس د نیولو خبر نه دی ورکړی.