میرام شاه : د شمالي وزیرستان په میرام شاه کې ،د سپتمبر ۶مه، د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت په میرام شاه ماډل سکول کې غونډه شوې ده.
د غونډې د منتظمینو د معلوماتو له مخې، د توچي سکاوټس کمانډنټ، ډپټي کمشنر، ډسټرکټ پولیس افسر، د ضلعي انتظامیې او بېلابېلو سرکاري ادارو چارواکو، قامي مشرانو، علماوو او زده کوونکو پکې ګډون کړی و.
په غونډه کې د پاکستان د دفاع ورځې او د ۱۹۶۵م کال د جګړې په اړه ویناوې وشوې او ویناوالو د ملي یووالي او له هېواد سره د مینې پر اهمیت خبرې وکړې. د غونډې پر مهال د پاکستان په جګړو او امنیتي پېښو کې د وژل شويو پوځیانو او امنیتي کسانو یاد هم وشو.
زده کوونکو په غونډه کې بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړل. د غونډې په پای کې هغو زده کوونکو ته انعامونه هم ورکړل شول چې په بېلابېلو فعالیتونو کې یې ښه کارکردګي ښودلې وه.
پاکستان هر کال د سپتمبر پر شپږمه د دفاع ورځ لمانځي. په دې ورځ په بېلابېلو ښارونو او پوځي مرکزونو کې سرکاري غونډې او نور پروګرامونه کېږي.


صفدر داوړ