واڼا : د کوز سويلي وزیرستان د برمل تحصیل د اعظم ورسک، سلور خېل کلي اوسېدونکي وايي، چې په سیمه کې تر ۱۵۰ زیات پرانیستي او بې حفاظته کوهیانو د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند ته جدي خطر جوړ کړی دی.
د سیمې پخواني چییرمېن صدیق وزیر ،د سپتمبر په ۶مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې په دغو کوهیانو کې د لوېدو په بېلابېلو پېښو کې تر اوسه د ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
د هغه په وینا، د سپتمبر په ۴مه د عصمت الله زوې ابوبکر هم په یو پرانیستي کوهي کې ولوېد او ژوند یې له لاسه ورکړ. صدیق وزیر وايي، چې تر دې وړاندې محمد عالم وزیر، نورس خان وزیر، یوه ښځه او نور کسان هم په ورته پېښو کې مړه شوي دي.
هغه وویل، چې د سیمې خلکو څو ځله د کوز سويلي وزیرستان ډپټي کمشنر مسرت زمان او ټي اېم اې واڼا ته د دې ستونزې په اړه درخواستونه ورکړي او د پرانیستو کوهیانو له خطره یې خبر کړي دي، خو ،د ده په وینا، تر اوسه د ستونزې د حل لپاره اغېزمن عملي ګامونه نه دي پورته شوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې پرانیستي کوهیانو لا هم د کورونو او ابادۍ شاوخوا موجود دي او که زر یې د خوندي کولو انتظام ونه شي، د نورو پېښو خطر هم شته.
صدیق وزیر له صوبايي او قامي اسمبلۍ غړو، ډپټي کمشنر مسرت زمان او ټي اېم اې واڼا غوښتنه کړې ده چې په اعظم ورسک او سلور خېل کې دې سمدستي سروې وشي او ټول پرانیستي کوهیانو دې یا بند او یا یې چاپېره مضبوط حفاظتي کټارې ولګول شي.
تر دې دمه د ضلعي انتظامیې یا ټي اېم اې واڼا له خوا د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی مخې ته راغلی.


شال نیوز