کابل : تمدن ټلویزیوني شبکې ویلي دي، چې طالبانو په کابل کې د خاتم‌ النبیین دیني او علمي مرکز ۳۸ استادان، محصلان او کارکوونکي نیولي وو.

 

د شبکې ،د سپتمبر د ۵مې، د معلوماتو له مخې، له نیول شويو کسانو څلور تنه خوشي شوي دي، خو ۲۴ کسان لا هم د طالبانو د درېیمې امنیتي حوزې په توقیف خونه کې ساتل کېږي. تمدن ټلویزیون د پاتې کسانو د وضعیت په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

 

شبکې ویلي دي، چې د استادانو او محصلانو د نیولو پر مهال په سیمه کې شخړې او زور زیاتی شوی او د ځینو استادانو او زده‌ کوونکو لونګۍ له سرونو لوېدلې او تر پښو لاندې شوې دي.

 

د تمدن ټلویزیون په وینا، کله چې خلکو د طالبانو د رینجر موټرو د تګ مخه نیوله، د هغوي د خورولو لپاره له لرګیو، څپېړو او فزیکي زور څخه کار اخیستل شوی دی.

 

دا پېښه وروسته له هغه شوې ده چې د اهل تشیع اړوند خاتم‌ النبیین مدرسې یو شمېر زده‌ کوونکو او استادانو د دغه مرکز د خالي کولو د پرېکړې پر ضد احتجاج وکړ.

 

د راپورونو له مخې، احتجاج کوونکي د مدرسې له ودانۍ څخه د کابل واټونو ته ووتل او وروسته د درېیمې امنیتي حوزې مخې ته راټول شول.

 

تر اوسه طالبانو د نیول شويو کسانو د شمېر، د هغوی د وضعیت او د احتجاج پر مهال د زور کارولو د تورونو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.