میمنه : د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، چې په میمنه ښار کې یې د «افغانستان ازادي بخښونکې جبهې» په نوم د یوې نوې وسله والې ډلې څلور کسان نیولي دي. دغه ډلې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د یوې ویډیو په خپرولو سره د خپل جوړېدو اعلان کړی و.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي ،د سپتمبر په ۵مه، ویلي، دغه کسان د میمنې ښار د درېیمې حوزې له سیمې نیول شوي دي. د هغه په وینا، په نیول شوو کسانو کې درې کسان د ډلې ښکاره غړي وو، خو څلورم کس د هغوی ویډیوګرافر و.
مرادي زیاته کړې چې د ډلې دوه مشران هم د نیول شوو کسانو په ډله کې دي، په داسې حال کې چې دوه نور کسان لا هم تر تعقیب لاندې دي. د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د نیول شوو کسانو مقدمه به عدالت ته وړاندې کېږي او د هغوی په اړه به د عدالت د فیصلې له مخې کارروایي کېږي.
تر اوسه د «افغانستان ازادي بخښونکې جبهې» له خوا د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی. یادې ډلې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې په یوه ویډیو کې د خپل موجودیت اعلان کړی و، خو تر اوسه د دې ډلې د جوړښت، مشرتابه، غړو او وسله والو فعالیتونو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز