پاړاچنار : د کرمې ضلعې د شلوزان سیمې د بنګښ قبایلو مشرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د دوي د ځمکو په اړه شوې پخوانۍ فیصلې دې عملي کړي او بنګښ قبایلو ته دې د دوي قانوني حقونه ورکړل شي.
په پاړاچنار پریس کلب کې ،د سپتمبر په ۵مه، یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ملک قاضي سید افتخار، شیخ ګلفام، ملک ممتاز علي، ملک نایب حسین، ملک یوسف، حاجي بهار او پرنسپل رؤف حسین وویل چې بنګښ قبایل له شاوخوا ۱۳۰۰ کلونو راهیسې په کرم کې مېشت دي.
د دوي په وینا، د کراخېله قبایلو ځینو کسانو له ۱۹۵۸م کال راهیسې د بنګښ قبایلو پر ځمکو د ملکیت دعوې کړې دي. د شلوزان بنګښ مشرانو وویل چې د دې ځمکو د شخړې په اړه تر لسو زیاتې فیصلې شوې او د دوي په خبره، دغه فیصلې د بنګښ قبایلو په حق کې دي.
هغوي وویل، چې سره له دې چې د کراخېله اړخ د ځمکو په اړه په بېلابېلو مقدمو او فیصلو کې بریالی شوی نه دی، خو ،د دوي په وینا، ځینې کسان بیا بیا نوې لانجې او ستونزې جوړوي. د بنګښ قبایلو مشرانو وویل چې دا صورتحال ورته نور د زغملو نه دی او حکومت باید د ځمکو په اړه شوې فیصلې یوازې په کاغذونو کې پرې نه ږدي، بلکې عملي ګامونه واخلي.
هغوي له ضلعي انتظامیې او صوبايي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د شلوزان د ځمکو په اړه شوې فیصلې دې عملي کړي او اړوندو خلکو ته دې د قانون له مخې خپل حقونه ورکړل شي. تر دې دمه د کراخېله قبایلو یا د کرمې ضلعې انتظامیې له خوا د بنګښ مشرانو د دغو څرګندونو په اړه کوم تازه رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.


شال نیوز