پېښور : د «پرایډ اف خیبر پښتونخوا اېوارډز ۲۰۲۶» لپاره د نوماندیو وروستۍ نېټه نن، د سپتمبر ۵مه ده. تنظیموونکي وايي، چې سږکال به د بېلابېلو برخو ۱۵ کسان د خپلو لاسته راوړنو او خدمتونو په بدل کې په دې جایزو ونازول شي.
په جایزو کې سپورټ، کاروبار، تعلیم، ټکنالوجي او اختراع، ټولنیز خدمت، د ځوانانو مشري، د ښځو د پیاوړتیا ترڅنګ هنر، کلتور او رسنۍ هم شاملې دي. افراد، ادارې او ټولنې کولی شي هغه کسان نوماند کړي چې په خپلو برخو کې یې د پام وړ کار او خدمت کړی وي.
د تنظیموونکو په وینا، د نوماندیو تر بندېدو وروسته به ټول درخواستونه وکتل شي او له غوره شوو کسانو سره به د هغوي د ثبت شوو برېښنالیکونو له لارې اړیکه نیول کېږي.
د جایزو مراسم د سپتمبر پر ۱۵مه د ایبټ اباد په کامسېټس پوهنتون کې د «مېټرکس پاکستان یوت سمټ» د نهمې دورې پر مهال کېږي. دغه غونډه مېټرکس پاکستان د خیبر پښتونخوا د ځوانانو چارو د ادارې په ملاتړ تنظیموي.
تنظیموونکي وايي، چې غوره کېدونکو ۱۵ کسانو ته به د «پرایډ اف خیبر پښتونخوا» شیلډ او سرټیفیکیټ ورکول کېږي او انتخاب به د وړتیا پر بنیاد وي.
په هنر، کلتور او رسنیو کې کار کوونکي پښتانه هنرمندان، لیکوالان، خبریالان، کلتوري فعالان او نور کسان هم د دې جایزو لپاره نومول کېدی شي.


شال نیوز