له افغانستان څخه بهر مشهوره افغان سندرغاړې ،اریانا سعید، وايي چې په اروپا کې یې د کنسرتونو لړۍ د افغان ښځو د ملاتړ، د هغوي د حقونو لپاره د غږ پورته کولو او په افغانستان کې د روانو بې‌ عدالتیو په اړه د پوهاوي د زیاتولو لپاره پېل کړې ده.

 

هغې ویلي دي، چې د ښځو لپاره ځانګړي کنسرتونه یې یوازې هنري پروګرامونه نه دي، بلکې غواړي د دغو پروګرامونو له لارې د افغان ښځو ستونزې د نړۍ تر خلکو ورسوي او د هغوي د حقونو ملاتړ پیاوړی کړي.

 

اریانا سعید وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې له زده‌ کړو، کار او د ټولنیز ژوند له ډېرو عادي فعالیتونو منع شوې دي.

 

د هغې په خبره، د ښځو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو تر څنګ غواړي افغان نجونو ته د هیلې پیغام هم ورسوي او هغوي وهڅوي چې د راتلونکي په اړه ناامیده نه شي.

 

سعید ویلي، د خپل سازمان له لارې هره میاشت په افغانستان کې له شاوخوا ۱۰۰ ښځو او نجونو سره د «زوم» له لارې خبرې کوي، د هغوي کیسې اوري او د ستونزو او اړتیاوو په اړه ورسره خبرې کوي.

 

هغه وايي، چې ډېرې ښځې او نجونې د ښوونځي او کار له بندېدو وروسته سختې نهیلې شوې دي او ځینې ځانونه بې‌ ګټې احساسوي. د اریانا سعید په وینا، ځینې کم عمره نجونې د زده‌ کړو او راتلونکي د فرصتونو د نشتوالي له امله واده ته اړ کېږي.

 

نوموړې وايي، چې باور لري په افغانستان کې اوسنی سخت وضعیت به تلپاتې نه وي او یوه ورځ به خلک د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي او د وضعیت پر وړاندې به ودرېږي.

 

هغې زیاته کړې، نه پوهېږي چې دا بدلون به کله راځي، خو هیله لري چې په پای کې به عدالت بریالی شي. اریانا سعید وايي، چې د هغې د سندرو او هنري فعالیتونو یوه مهمه برخه د افغان ښځو حقونو، ازادۍ او د هغوي د غږ ملاتړ ته ځانګړې شوې ده.