غزني : په غزني کې د نیزه بازۍ یوه ورځنۍ دودیزې سیالۍ شوې دي چې د افغانستان د اتو ولایتونو ۴۳ لوبډلو او ۱۷۲ لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه. د سیالیو په پای کې د غزني ښار لوبډلې لومړی، د غزني د واغظ ولسوالۍ لوبډلې دویم او د پکتیا لوبډلې درېیم مقام خپل کړی دی.
د سپتمبر پر ۵مه، ترسره شویو دغو سیالیو کې له کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، زابل او غزني ولایتونو څخه لوبغاړي غزني ته ورغلي وو. د سیالیو تنظیموونکو ویلي دي، چې موخه یې د نیزه بازۍ د دودیزې لوبې پراخول، د ځوانانو هڅول او د بېلابېلو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د اړیکو زیاتول وو.
د پای په مراسمو کې د غوره لوبډلو او لوبغاړو ستاینه شوې او ګټونکو ته موټرسایکلونه، نغدې جایزې او کپونه ورکړل شوي دي. نیزه بازي په افغانستان او د سیمې په یو شمېر نورو برخو کې له پخوا راهیسې دودیزه اس ځغلونې لوبه ده چې لوبغاړي پکې د اس پر شا د تېز تګ پر مهال په نیزه ټاکل شوی هدف وهي.


شال نیوز