واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل په تیارزه سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د سکاوټس پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی چې پکې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی.

 

پولیس سرچینې وايي، چې وسله والو ،د سپتمبر په ۵مه، د تیارزه په سیمه کې د سکاوټس پر پوسته برید وکړ او د برید پر مهال یو امنیتي اهلکار ووژل شو. د سرچینو په وینا، د وژل شوي اهلکار مړی وروسته د سویلي وزیرستان سکاوټس د واڼه کېمپ روغتون ته انتقال شوی دی.

 

پولیسو تر اوسه د وژل شوي اهلکار نوم او نور معلومات نه دي خپاره کړي.

 

د برید له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې امنیت ټینګ کړی او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې پېل شوې دي. تر دې دمه د برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او امنیتي چارواکو هم د برید په اړه نور تفصیل نه دی خپور کړی.