بر دیر : د بر دیر په واړه ماتوړ کرکټ ګراونډ کي د واړې پریمیر لیګ لومړی ایډیشن، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې روان و، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي پای ته ورسېد.
د ټورنمنټ په سیمي فاینل کي د فخري واړۍ او شیز فائټر لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې شیز فائټر لوبډلې وګټله او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه. د لوبې نندارې ته د سیمې سیاسي او سماجي مشران او د کرکټ سلګونه مینه وال ورغلي وو.
ویناوالو وویل، د ځوانانو د ذهني او بدني ودې لپاره د لوبو سیالۍ مهمې دي او په سیمه کي باید د سپورټ لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړل شي.
د پي کې ۱۲، تحصیل واړې، د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد یامین خان هم د سیمي فاینل لوبه کتلې ده. د لوبې په پای کي محمد یامین خان او نورو مېلمنو ګټونکو او نورو لوبغاړو ته د غوره لوبې په ستاینه کي انعامونه او شیلډونه ورکړل.
د شال نیوز خبریال جاوید ملنګ ته یو شمېر ځوانو لوبغاړو ویلي، بر دیر د کرکټ او نورو لوبو ډېر استعدادونه لري، خو د مناسب ګراونډونو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله ډېرو ځوانانو ته د وړاندې تګ موقع نه میلاوېږي.
هغوی له سیاسي مشرانو او سرکاري چارواکو غوښتنه کړې چې د بر دیر ځوانانو ته د لوبو مناسب ګراونډونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، څو تکړه لوبغاړي په صوبايي، ملي او نړیواله کچه د لوبېدو موقع ترلاسه کړي.


جاوید ملنګ