پېښور : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي، د ضم شویو قبایلي ضلعو خبریالان په سختو امنیتي او اقتصادي حالاتو کي د صحافتي بقا لپاره مبارزه کوي او سرکار به د ټرایبل یونین آف جرنلسټس د غړو د ستونزو د حل لپاره ګامونه واخلي.
نوموړي دا خبرې په ګورنر هاوس پېښور کي د ټرایبل یونین آف جرنلسټس له یوه وفد سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د وفد مشري د اتحادیې مشر حسبان الله کوله او د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل مشر سید جواد حسین کاظمي هم په دې لیدنه کي موجود و.
فیصل کریم کنډي ویلي، د ضم شویو قبایلي ضلعو خبریالانو په سختو حالاتو کي د قلم درناوی او د صحافت مسلکي اصول ساتلي دي. د هغه په وینا، د وسله والۍ او ناامنۍ پر مهال د ټرایبل یونین آف جرنلسټس ۱۸ خبریالان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ګورنر ویلي، د وژل شویو خبریالانو د کورنیو او د ژوند د نورو برخو د قربانیانو د درناوي لپاره به ډېر ژر په ګورنر هاوس پېښور کي د جایزو ځانګړې دستوره جوړه شي. هغه ویلي، د ټرایبل یونین آف جرنلسټس اساسي ستونزې به په ترجیحي بنیادونو حل کوي او خبریالانو ته یې ویلي چې د سیمې ستونزې مخې ته راوړي، څو اړوندې ادارې پرې کار وکړي.
فیصل کریم کنډي ویلي، د خیبر پښتونخوا د امن، بېروزګارۍ د کمولو، د صنعت د بحالۍ، اقتصادي فعالیتونو د زیاتولو او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره هڅې روانې دي.
د هغه په وینا، غواړي د صوبې د مهمو مسئلو د حل لپاره صوبايي حکومت او د ټولو سیاسي ګوندونو مشران له ځان سره یو ځای کړي او له وفاق سره د خیبر پښتونخوا د حقونو په اړه هم خبرې وکړي.
ګورنر ویلي، په دغو مسئلو کي امن و امان، د صنعت خراب حالت، د روزګار د موقعو زیاتول، صوبايي پرمختګ او په پخوانیو فاټا او پاټا سیمو کي د ټیکسونو مسئله شامله ده.
فیصل کریم کنډي همداراز ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بحالولو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو لپاره هم هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې چې په سیمه کي د تجارت او اقتصادي فعالیتونو زیاتوالی د خیبر پښتونخوا او د پاکستان د اقتصاد لپاره مهم دی.
د ټرایبل یونین آف جرنلسټس وفد د ګورنر فیصل کریم کنډي او د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل مشر سید جواد حسین کاظمي څخه د دوی د همکارۍ مننه کړې ده.


شال نیوز