واڼا : د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې ویلي، سبا د سپټمبر پر پنځمه به د سهار له شپږو بجو تر ماښام اوو بجو پورې په واڼه بازار، واڼه بای پاس او د واڼه تحصیل په ځینو ټاکلو سیمو کي کرفیو نافذ وي.

 

د انتظامیې په اعلامیه کي ویل شوي، د کرفیو پر مهال به د خلکو او ګاډو پر هر ډول تګ راتګ بندیز وي او پر یو شمېر لارو به داخلېدل هم منع وي.

 

د اعلامیې له مخې، د واڼه ـ تیارزه ګېټ ـ کراب کوټ ـ تنایي ـ عزیز اباد چوک ـ درګۍ پل لار او همداراز د ګل کچ ـ توی خله ـ تنایي لار به د کرفیو پر مهال تړلې وي.

 

انتظامیې ویلي، یوازې په بیړني حالت کي به د پولیسو یا امنیتي ځواکونو په اجازه پر دغو لارو د تګ اجازه ورکول کېږي. مسافرو ته ویل شوي چې شناختي کارډ او د ګاډي کاغذونه له ځان سره ولري.

 

په اعلامیه کي خلکو ته دا لارښوونه هم شوې چې د امنیتي ځواکونو د لیدلو پر مهال خپل ګاډي لږ تر لږه ۵۰ متره وړاندې ودروي او د هغوی له لارښوونو سره سم عمل وکړي.

 

ضلعي انتظامیې ویلي، د کرفیو پر مهال به یوازې منظور شوې بیړنۍ تګ راتګ اجازه ولري او د سرغړونې ذمه واري به د اړوند کس پر غاړه وي.