کونړ : د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کي د تېر کال له مرګونې زلزلې یو کال وروسته هم سلګونه کورنۍ د دایمي سرپناه له نشتوالي سره مخ دي او له خپلو ماشومانو سره په خیمو کي ژوند کوي.
د ۲۰۲۵م کال د اګست پر ۳۱مه د شپې ناوخته د ۶ درجې زلزلې مرکز د کونړ د نورګل ولسوالۍ په شاوخوا کي و. تر ټولو سخت زیانونه د نورګل او د کونړ په نورو غرنیو او لرې پرتو کلیو کي اوښتي وو، خو زلزله په ننګرهار، لغمان او د ختیځ افغانستان په نورو سیمو کي هم احساس شوې او ځینې زیانونه یې اړولي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، وايي ګڼې زلزله ځپلې کورنۍ لا هم خوندي کورونو، پاکو اوبو، خوراکي توکو او د کور د لومړنیو اړتیاوو وسایلو ته اړتیا لري.
د اوچا د افغانستان مشرې اېما مارتین د زلزله ځپلو سیمو تر کتنې وروسته ویلي، ګڼې کورنۍ لا هم په خیمو کي دي او د هغوی لپاره د دایمي سرپناه جوړول او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د رسمي او مرستندویه ادارو د شمېرو له مخې، په دې زلزله کي له دوه زرو ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نور ژوبل شوي او تر اته زرو ډېر کورونه ویجاړ یا سخت زیانمن شوي وو.
د کونړ په ځینو غرنیو سیمو کي د غر ښوېدنې او د لارو بندېدو له امله مرستندویه ډلې مجبوره شوې وې چې څو ساعته پر پښو کلیو ته ځان ورسوي. ځینې کلي له زلزلې وروسته د موټرو له لارې د رسېدو وړ نه وو.
مرستندویه ادارې وايي، د وخت په تېرېدو سره د ډېرو کورنیو خیمې هم زړې شوې دي او خلک د سختې ګرمۍ، بارانونو او ژمي پر مهال له لا ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې هم ویلي، یو کال وروسته ځینې کورنۍ لا د خپلو نړېدلو کورونو ترڅنګ په خیمو کي ژوند کوي او اندېښنه لري چې د مرستو له کمېدو سره به یې ستونزې لا پسې زیاتې شي.
په افغانستان کي د بشري مرستو د بودجې کمښت، وچکالي، سېلابونه او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو پراخ ستنېدل هم د مرستندویه ادارو پر امکاناتو فشار زیات کړی دی.
حکومتي چارواکي وايي، د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو په همکارۍ د کورونو د بیا جوړولو او مرستو لړۍ روانه ده، خو مني چې د زیان کچه پراخه ده او ګڼې کورنۍ لا هم مرستو ته اړتیا لري.
له زلزلې یو کال وروسته د کونړ د سلګونو کورنیو تر ټولو لویه غوښتنه لا هم یوه ده: داسې دایمي کور چې ماشومان یې نور د باران، یخنۍ او ګرمۍ شپې په خیمه کي سبا نه کړي.


شال نیوز