چین : د پاکستان د جونیر ښځینه هاکۍ لوبډلې د ۲۰۲۶م کال د ښځو جونیر اسیا کپ سیالۍ په بریا پیل کړې او په خپله لومړۍ لوبه کي یې هانګ کانګ چین ته دوه ـ صفر ماتې ورکړه. د پاکستان لپاره دواړه ګولونه شاریقه وهلي دي. هغې لومړی ګول د لوبې په ۳۴مه دقیقه کي وواهه او دویم ګول یې په ۴۸مه دقیقه کي وکړ.
پاکستانۍ لوبډلې د لوبې پر مهال دفاع هم پیاوړې وساتله او هانګ کانګ چین ته یې د ګول کولو موقع ور نه کړه. د پاکستان هاکۍ فېډرېشن مشر محیالدین احمد واني د لوبډلې لوبغاړو او چارواکو ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دا کامیابي د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبډلې حوصله نوره هم لوړه کړې ده.
د ښځو د جونیر اسیا کپ سیالۍ د سپټمبر پر څلورمه په چین کي پیل شوې دي او پاکستان به په راتلونکو لوبو کي هم د ښه مقام لپاره سیالي کوي.


شال نیوز