پېښور : د خیبر پښتونخوا د ځنګلي ژوند ادارې د ۲۰۲۶م کال لپاره د زاڼړو د ژوندي نیولو موسم او نوې قاعدې اعلان کړې دي. د اعلان شویو قواعدو له مخې، د زاڼړو د نیولو موسم د سپټمبر له لومړۍ پیل شوی او د اکتوبر تر ۱۵مې به دوام وکړي. په بېلابېلو ضلعو کي به تر ۱۰۰ کمپونو پورې اجازه ورکول کېږي او هر منظور شوی کمپ به تر ۱۵ زاڼړو پورې ژوندي نیولی شي.

 

ادارې ویلي، یوازې د عام زاڼړي او ډیموزیل زاڼړي نیول اجازه لري او د نورو ډولونو نیول به د قانون خلاف وي.

د کرم سیند پر غاړو، د لکي مروت او زرمېلان په یوشمېر ټاکل شویو خوندي سیمو کي د زاڼړو نیول او ښکار بشپړ منع اعلان شوی دی.

 

د نوو قواعدو له مخې، د زاڼړو د نیولو لپاره د وسلو، جالونو او برقي وسایلو استعمال هم منع دی. د ځنګلي ژوند اداره وايي، د قواعدو د سرغړونې په صورت کي به قانوني اقدام کېږي.

 

زاڼړي هر کال د کډوالۍ پر مهال د خېبر پښتونخوا له یوشمېر سیمو، په ځانګړي ډول د کرم سیند او جنوبي ضلعو له لارې تېرېږي. په ځینو سیمو کي د زاڼړو ژوندي نیول او ساتل له پخوا راهیسې د خلکو یو دود هم پاتې شوی دی.

 

نوې قاعدې د سپټمبر له لومړۍ نافذې شوې دي