کرمه : د کرمې ضلعې په منځنۍ برخې تړالي سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د پولیسو یو اېس اېچ او له جوماته تښتولی او ناڅرګند ځای ته یې وړی دی. د پولیسو سرچینې وايي، چې اېس اېچ او ،محمدي خان، د سپتمبر په ۴مه، جمعې د لمانځه لپاره د تړالي یو جومات ته تللی و چې وسله والو له هغه ځایه وتښتاوه.
پولیس وايي، د هغه د راخوشي کولو لپاره یې هڅې او د تښتوونکو پر ضد عملیات پېل کړي دي. د پولیسو په وینا، شک شته چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال ښيي په دې پېښه کې لاس ولري، خو تر اوسه د ټي ټي پي له خوا په دې اړه کومه خبره نه ده شوې.
په سیمه کې ټولنیز فعال شبیر ساجدي ویلي دي، چې په منځنۍ کرمه کې د وسله والو د موجودیت له امله د امن وضع خرابه شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه ویلي دي، چې د منځنۍ کرمې مرکزي لار هم د ناامنۍ له امله له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې تړلې پاتې ده، چې د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ او ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.


شال نیوز