کابل : د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې، د افغانستان مقاومت جبهې، ویلي دي چې د جبهې د مشرتابه په امر مختار د وژل شوي قوماندان حسیب پنجشېري ځایناستی ټاکل شوی دی.

 

جبهې سپتمبر په ۴مه، خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې مختار د حسیب پنجشېري له نږدې ملګرو او هم‌ سنګرانو څخه و او د هغه له وژل کېدو وروسته ورته نوی مسوولیت سپارل شوی دی.

 

 

 

مقاومت جبهې د مختار د دقیقې دندې او د هغه د مسوولیت د جغرافیې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. له همدې امله دا نه ده روښانه شوې چې نوموړی به د یوې ځانګړې سیمې د وسله والو مشري کوي او که به د حسیب پنجشېري پخواني ټول مسوولیتونه ورسپارل کېږي.

 

جبهې د مختار لپاره د بریا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی به د حسیب پنجشېري او د جبهې د نورو وژل شویو غړو «لار او هدف» ته دوام ورکړي. مقاومت جبهې همداراز له هغو سیاسي مشرانو، قامي مخورو او نورو کسانو مننه کړې ده چې د حسیب پنجشېري له وژل کېدو وروسته یې د خواخوږۍ پیغامونه ورکړي وو.

 

افغانستان : حسیب «قوای مرکز» ووژل شو؛ مقاومت جبهې او طالبانو یې مرګ تایید کړ
افغانستان : حسیب «قوای مرکز» ووژل شو؛ مقاومت جبهې او طالبانو یې مرګ تایید کړ
حسیب، رومل او عتیق پنجشیري څنګه ووژل شول؟ د شمالي سالنګ د پټ برید تر شا پټه کیسه
حسیب، رومل او عتیق پنجشیري څنګه ووژل شول؟ د شمالي سالنګ د پټ برید تر شا پټه کیسه

 

حسیب پنجشېری، چې په «حسیب قوای مرکز» هم مشهور و، د مقاومت جبهې له مهمو میداني قوماندانانو څخه ګڼل کېده. هغه د روان کال د زمري پر ۲۹مه د بغلان د سالنګ په شمالي برخه کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی و.

 

تر اوسه داسې معلومات نشته چې حسیب پنجشېری د مقاومت جبهې د ټولو وسله والو عمومي مشر و؛ له همدې امله د مختار ټاکنه هم د ټولې جبهې د وسله والو د مشر په توګه نه شي تعبیرېدی، تر څو جبهه په رسمي ډول داسې وضاحت نه وي کړی.

 

طالبانو تر اوسه د مختار د ټاکنې په اړه څه نه دي ویلي.