ډېره بګټي : د بلوچستان د ډېره بګټي ډپټي کمشنر ویلي دي، چې هغه راپورونه ناسم دي چې پکې ویل شوي وو بلوڅه ولسي سندرغاړې مای سبهای بګټي په وسله وال برید کې وژل شوې ده.
د هغه په وینا، مای سبهای بګټي څو لسیزې وړاندې مړه شوې وه او په دې وروستیو کې د هغې د وژل کېدو هېڅ پېښه نه ده شوې.
ډپټي کمشنر ویلي دي، چې د سپتمبر پر درېیمه پر ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکي مای سبهای بګټي په ډېره بګټي کې په ډزو وژل شوې ده، خو د ضلعې انتظامیې له پلټنې وروسته دا معلومات ناسم ثابت شول.
هغه ویلي دي، چې مای سبهای د بګټي سیمې له پخوانیو پېژندل شویو ولسي سندرغاړو څخه وه، خو د هغې د مړینې پېښه نوې نه ده. د ډېره بګټي انتظامیې له رسنیو او ټولنیزو شبکو غوښتي دي چې د داسې خبرونو له خپرولو وړاندې معلومات له اړوندو چارواکو سره تایید کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان په ملي او ټولنیزو رسنیو د مای سبهای د وژنې خبر خپور شوی و.


نعيم اچکزئي