کوټه : د پاکستان پوځ وايي، چې د بلوچستان په مستونګ، کوټه، قلات او سبي ضلعو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳۶ وسله وال وژل شوي او په دې سره په صوبه کې د تېرو ۷۲ ساعتونو پر مهال د وژل شویو وسله والو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي اېس پي ار، د سپتمبر په ۴مه، ویلي دي، چې د کوټې ضلعې د شعبان په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال د وسله والو څلور پټنځایونه په نښه شوي دي. د ایي اېس پي ار په وینا، له نښتې وروسته په دې سیمه کې ۲۶ وسله وال وژل شوي دي.
پوځ وايي، چې په مستونګ کې یې د سپتمبر پر څلورمه د وسله والو حرکت معلوم کړ او وروسته په نښته کې شپږ وسله وال ووژل شول. د پوځ په وینا، په سیمه کې وسلې، مهمات او په کور کې جوړ شوي چاودېدونکي توکي هم موندل شوي او له منځه وړل شوي دي.
ایي اېس پي ار ویلي دي، چې په قلات کې د وسله والو پر یو پټنځای د چاپې پر مهال دوه کسان وژل شوي دي. د سبي ضلعې د بهاګ په سیمه کې بیا پوځ ویلي دي، چې وسله والو د پولیس مرکز د نیولو هڅه کړې وه، خو امنیتي ځواکونو له ځايي خلکو سره په ګډه برید تمبولي او په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ د بیان له مخې، په دغو څلورو عملیاتو کې ۳۶ وسله وال وژل شوي دي.
ایي اېس پي ار وايي، چې تر دې وړاندې د سپتمبر پر دویمه په قلات کې په یو جلا عملیات کې د ۱۲ نورو وسله والو د وژلو دعوه هم شوې وه، چې له هغه سره د تېرو ۷۲ ساعتونو پر مهال په بلوچستان کې د پوځ له خوا د وژل شویو وسله والو اعلان شوې شمېره ۴۸ ته رسېږي.
پوځ دغه وسله وال له هغو ډلو سره تړلي بللي دي چې پاکستان یې د هند په ملاتړ تورنوي. د هند حکومت په عمومي ډول د پاکستان له خوا د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.
د ایي اېس پي ار په وینا، په اړوندو سیمو کې نورې پلټنې او امنیتي عملیات روان دي. د وژل شویو کسانو شناخت او د پوځ د تازه شمېرو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.


نعيم اچکزئي