بوسنیا : د بوسنیا او هرزګوینا سرحدي پولیسو ویلي، په دوو جلا عملیاتو کي یې ټول ۹۶ کډوال نیولي چې په هغوی کي ۱۸ افغانان، ۴۲ پاکستانیان او ۳۶ بنګلهدېشیان شامل دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په لومړي عملیات کي ۶۳ کسان نیول شوي وو چې ۴۰ یې پاکستانیان او ۲۳ بنګلهدېشیان وو. په دویم عملیات کي بیا ۳۳ کسان نیول شوي چې ۱۸ افغانان، ۱۳ بنګلهدېشیان او دوه پاکستانیان پکې شامل وو.
سرحدي پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال دوه کښتۍ هم نیول شوې دي. چارواکو دوه کسان هم د دې په شک پېژندلي چې ښايي د کډوالو د غیرقانوني انتقال او انساني قاچاق له شبکو سره تړاو ولري.
د بوسنیا او هرزګوینا پولیسو ویلي، د نیول شویو کسانو د هویت او قانوني وضعیت په اړه پلټنې روانې دي او د کډوالو قضیې به د دغه هېواد د کډوالۍ او نورو اړوندو ادارو له لارې وڅېړل شي.
بوسنیا او هرزګوینا د هغو لارو له ډلې یوه مهمه لاره ده چې د افغانستان، پاکستان، بنګلهدېش او د اسیا د نورو هېوادونو یو شمېر کډوال یې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د رسېدو لپاره کاروي. ډېر کډوال له سربیا او نورو بالکان هېوادونو بوسنیا ته اوړي او بیا هڅه کوي چې د کروشیا له لارې لوېدیځې اروپا ته لاړ شي.
په دې سیمه کي پولیس وخت ناوخت د کډوالو د غیرقانوني انتقال او د انساني قاچاق پر ضد عملیات کوي او په ځینو مواردو کي هغه وسایط او کښتۍ هم نیسي چې د کډوالو د انتقال لپاره کارول کېږي.
دا کسان د سپټمبر په ۲مه نیول شوي وو، خو د بوسنیا او هرزګوینا سرحدي پولیسو د سپټمبر په ۴مه يې رسمي جزییات خپاره کړي دي.


شال نیوز