لغمان : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لومړي مرستیال ،امرالله صالح، په مشرۍ زرغون بهیر وايي، چې د لغمان په مرکز مهترلام کې له طالبانو سره په یوه نښته کې د دغه بهیر درې غړي وژل شوي دي.

 

زرغون بهیر ،د سپتمبر په ۳مه، په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کسان د اګست پر ۲۸مه، د وږي په اوومه، د مهترلام ښار د عصمت څلور لارې په سیمه کي د طالبانو پر یوه پوځي موټر د برید پر مهال وژل شوي دي.

 

دغه بهیر وايي، په عملیاتو کي یې د طالبانو د ۲۰۱ قول اردو د ګارنیزیون د قوماندان محمد اخلاص په ګډون ۱۳ طالبان وژلي دي. زرغون بهیر تر دې مخکې د همدې برید د نهو طالبانو د وژل کېدو خبره کړې وه، خو په تازه بیان کي یې شمېره ۱۳ ښودلې ده.

 

 

 

د زرغون بهیر په وینا، په وژل شویو غړو کي حبیب الله هم شامل دی چې په لغمان کي د دې ډلې د «زرغونې قطعې» یو مسوول و. د هغه دوه نور ملګري هم په نښته کي وژل شوي، خو نومونه یې نه دي خپاره شوي.

 

زرغون بهیر ویلي، حبیب الله د لغمان د فراشغان ولسوالۍ اوسېدونکی و او په تېرو پنځو کلونو کي یې د طالبانو پر وړاندې په یو شمېر چریکي عملیاتو کي برخه اخیستې وه.

 

د اګست پر ۲۸مه ځايي سرچینو هم په مهترلام کي د عصمت څلور لارې ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړی و. زرغون بهیر هغه مهال وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت یو رېنجر یې په نښه کړی، خو طالبانو ویلي وو چې په سیمه کي د ګازو بالون چاودېدلی و.

 

تر اوسه طالبانو د زرغون بهیر د تازه بیان او د ۱۳ کسانو د وژل کېدو د شمېرې په اړه جلا رسمي غبرګون نه دی خپور کړی. شال نیوز هم د دواړو خواوو د مرګ‌ژوبلې شمېرې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

 

زرغون بهیر یا «روند سبز افغانستان» د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د پخواني رئیس امرالله صالح په مشرۍ جوړ شوی سیاسي جریان دی. دغه بهیر د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هغوی پر وړاندې د پوځي او استخباراتي فعالیتونو خبرونه هم خپروي.