پېښور : د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ویلي دي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د ډینګي ۹۸ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې د روان کال د تېرو ۳۴ اوونیو تر ټولو لوړه اوونیزه شمېره ده.

 

د روغتیا ادارې ،د سپتمبر د ۳مې، د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې نوې پېښې په کوهاټ کې ثبت شوې دي چې شمېر یې ۴۱ دی. په پېښور کې ۳۳ او په بنو کې ۱۰ کسان د ډینګي په ناروغۍ اخته شوي دي، په نورو ضلعو کې د نوو پېښو شمېر له لسو کم دی.

 

په ټوله صوبه کې د روان کال له پېل راهیسې ۳۴۸۷ مشکوک کسان معاینه شوي دي چې له ډلې یې په ۵۸۱ کسانو کې ډینګي تایید شوی دی. تر اوسه د ډینګي له امله د کوم کس د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

د مجموعي شمېرو له مخې، پېښور د ۲۲۰ تایید شوو پېښو سره تر ټولو مخکې دی، ورپسې کوهاټ کې ۲۰۹ او بنو کې ۵۲ پېښې ثبت شوې دي. هریپور کې ۲۶، ډېره اسماعیل خان کې ۱۱ او باجوړ، صوابۍ او سوات کې لس ـ لس پېښې ثبت شوې دي.

 

د روغتیا چارواکي وايي، چې دا مهال ګرمه او لمده هوا د ډینګي مچ د زیاتېدو لپاره مناسبه ده او د ناروغۍ د زیات انتقال موسم د اکتوبر تر پای پورې دوام کولی شي.

 

اداره وايي، چې په هغو کورونو او ځایونو کې چې د ډینګي مچ لاروا موندل شوې، د له منځه وړلو او دوا پاشۍ چارې روانې دي. چارواکو ویلي دي، چې وضعیت دا مهال تر کنټرول لاندې دی، خو خلکو ته سپارښتنه شوې چې ولاړې اوبه له منځه یوسي او د مچیو له چیچلو ځان وساتي.