نورستان : د نورستان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د نورګرام ولسوالۍ د «پري‌ سو» په کلي کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په ډزو وژل شوې ده.

 

د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد حسن ثاقب ویلي دي، چې پېښه د سپتمبر په ۲مه، ماښام شوې او د دې نجلۍ د وژل کېدو په تړاو درې کسان نیول شوي دي چې د هغې پلار هم پکې شامل دی.

 

ثاقب وايي، چې تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د ډزو د اصلي عامل په اړه وروستۍ نتیجه نه ده اعلان شوې او تحقیقات روان دي.

 

د هغه په وینا، له پلټنو او د مقدمې له بشپړېدو وروسته به قضیه عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي. چارواکو د وژل شوې نجلۍ نوم او د پېښې ممکنه انګېزه نه ده په ډاګه کړې.