پېښور / ډېره اسماعیل خان : د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌ کړو ادارې د ګومل پوهنتون او ورسره تړلو شخصي کالجونو د داخلې، رجسټرېشن، حاضري، امتحانونو او ډګریو د ریکارډ د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.

 

دا اقدام وروسته له هغه شوی دی چې د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌ کړو د تنظیم ادارې د یو شمېر شخصي کالجونو په تعلیمي او اداري ریکارډ کې جدي نیمګړتیاوې او اختلافونه موندلي دي.

 

د سپتمبر پر درېیمه د لوړو زده‌ کړو ادارې د پاکستان د لوړو زده‌ کړو کمېشن مشر ته په استول شوي لیک کې ویلي دي، چې د ګومل پوهنتون له شخصي کالجونو سره د تړون قانوني حیثیت، جغرافیایي واک، د زده‌ کوونکو داخلې، حاضري، امتحانونه او صادرې شوې ډګرۍ دې په هر اړخیز ډول وکتل شي.

 

د اسنادو له مخې، موضوع د روان کال د مارچ پر ۱۸مه د چارسدې د ازاد اسلامیه کالج په اړه له یو شکایت وروسته راپورته شوې وه. په شکایت کې ویل شوي وو چې ګنې ځینو کسانو ته له منظمې زده‌ کړې یا اړینو پخوانیو تعلیمي اسنادو پرته ډګرۍ ورکړل شوې دي.

 

په شکایت کې دا خبره هم شوې وه چې دغه ډګرۍ د تدریس په دندو کې د ترفیع لپاره استعمال شوې دي. تر اوسه دا تورونه د وروستۍ پلټنې له لارې ثابت شوي نه دي.

 

د لوړو زده‌ کړو د تنظیم ادارې له اړوند کالج څخه وضاحت غوښتی او له ګومل پوهنتونه یې د ټولو تړلو شخصي کالجونو فهرست ترلاسه کړی دی. تر دې وروسته د یو شمېر کالجونو د ریکارډ ترڅنګ د هغوي فزیکي کتنه هم شوې ده.

 

د ادارې په وینا، د کتنو پر مهال د ځینو کالجونو د داخلې، رجسټرېشن، حاضري، امتحاني ریکارډ، کورس فایلونو، د ټولګیو مهالوېش او نورو تعلیمي اسنادو کې اختلافونه او نیمګړتیاوې موندل شوې دي.

 

په ځینو مواردو کې د کالجونو ریکارډ د ګومل پوهنتون له ریکارډ سره هم سمون نه خوري. ادارې دا خبره هم راپورته کړې ده چې د ګومل پوهنتون یو شمېر تړلي شخصي کالجونه د هغه جغرافیایي حدودو بهر فعالیت کوي چې پوهنتون ته ټاکل شوي دي.

 

د لوړو زده‌ کړو ادارې د پاکستان د لوړو زده‌ کړو له کمېشن غوښتي دي چې په هغو کالجونو او پروګرامونو کې چې له اړوندې ادارې سره ثبت نه وي، تر بشپړې تصدیق پورې نوې داخلې ودرول شي.

 

په لیک کې د هغو ډګریو د بیا کتنې غوښتنه هم شوې چې د اړوندو زده‌کوونکو ریکارډ یې نیمګړی، مشکوک یا نه موندل کېږي. همداراز وړاندیز شوی دی چې که د یو فارغ تعلیمي ریکارډ د اړینو شرایطو پوره کېدل ثابت نه کړي، د هغه د وړتیا د معلومولو لپاره دې د تصدیق یا وړتیا ازموینې پر اخیستو غور وشي.

 

د شخصي کالجونو د زده‌ کوونکو، حاضري او امتحانونو ریکارډ به د ګومل پوهنتون له مرکزي ریکارډ سره پرتله کېږي او که بې‌ قاعدګۍ ثابتې شي، د قانون له مخې به اقدام کېږي. د سپتمبر د درېیمې د لیک یوه کاپي د ګومل پوهنتون وائس چانسلر ته هم استول شوې او ترې د موضوع د جامعې پلټنې غوښتنه شوې ده.

 

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌ کړو وزیر مینا خان افریدي ویلي، په صوبه کې د لوړو زده‌ کړو پر معیار به هېڅ جوړجاړی ونه شي او د حساب ورکولو لړۍ به دوام لري.

 

په موجودو رسمي اسنادو کې تر اوسه د کوم ځانګړي کالج، چارواکي یا فارغ پر ضد وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او موضوع لا هم د پلټنې او تصدیق په پړاو کې ده.