اورکزي : د اورکزو ضلعې پولیس وايي، چې ،د سپتمبر په ۳مه، ډزو په درې جلا پېښو کې د یو دوه کلن ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون درې نور ژوبل شوي دي.
د ضلعې پولیس مشر شوکت علي وايي، چې لومړۍ پېښه د بره اورکزو د ډبوري تاڼې په حدودو کې شوې، چې ناڅرګنده وسله والو پر ځايي کس حاجي رحمان ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
دویمه پېښه هم د ډبوري تاڼې په حدودو کې د پختانې په سیمه کې شوې، چې ناڅرګنده وسله والو ارشاد نومی ځايي کس په ډزو وژلی دی.
پولیس وايي، چې درېیمه پېښه د منځنۍ اورکزو د شیخان په سیمه کې د یوې کورنۍ دننه د خپلمنځي شخړې له امله شوې ده. په دې پېښه کې یو دوه کلن ماشوم وژل شوی او د دوو ښځو په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.
پولیس وايي، چې د پېښو له اطلاع وروسته یې سیمو ته ځواکونه استولي، د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي او د تورنو کسانو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.


شال نیوز