کابل : د طالبانو حکومت وايي، چې د دوي د مشر هبت‌ الله اخوندزاده د حکم له مخې په درېیو لوړپوړو دندو کې نوې ټاکنې شوې دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ،د سپتمبر په ۳مه، ویلي دي، چې د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب د لوي ریاست پخوانی مشر مولوي شمس‌ الدین شریعتي د ارزګان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

 

د نوموړي په وینا، شیخ عبدالبَر حقاني، چې تر دې مخکې د غزني زون د نظامي عدالت مشر و، د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب د لوي ریاست نوی مشر ټاکل شوی دی. په همدې حکم کې د ارزګان پخوانی والي مولوي عبدالرحمن کندوزي د لغمان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

 

طالبانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د لغمان پخوانی والي بلې دندې ته لېږدول شوی که نه. دغه ټاکنې د طالبانو د مشر د تازه حکم له مخې شوې دي.