کابل : د طالبانو مشرتابه د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او هغه کسان ونیسي چې د بې‌ احتیاطۍ یا د ټرافیکي اصولو د نه مراعتولو له امله د پېښو لامل کېږي.

 

د سپتمبر په ۳مه، د خپاره شوي امر له مخې، هغه موټر چلوونکي چې د ټرافیکي پېښو مسؤل وبلل شي، تر نیول کېدو وروسته به اړوندو قانوني ادارو ته سپارل کېږي، څو د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

 

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته هم دنده سپارل شوې ده چې په دې برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي او د لویو لارو پر سر د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ، د موټر چلوونکو د اسنادو او د ټرافیکي اصولو د عملي کېدو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

 

په امر کې ویل شوي دي، چې د ټرافیکي پېښو له امله د زیانمنو شویو کسانو او د هغوي د کورنیو حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او اړوندې ادارې دې د پېښو په اړه قانوني څېړنې وکړي.

 

دا امر په داسې وخت کې شوی دی چې په افغانستان کې په لویو لارو د ټرافیکي پېښو له امله وخت ناوخت د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي. د دغو پېښو مهم لاملونه د موټر چلوونکو تېز رفتار، بې‌ احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول، د موټرو تخنیکي خرابوالی او د ځینو لویو لارو خراب حالت بلل کېږي.

 

تر اوسه د دې امر د عملي کېدو د څرنګوالي، د سرغړوونکو موټر چلوونکو لپاره د سزا د اندازې او د څارنې د ځانګړي میکانیزم په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.