برېسټو : د افغانستان د لومړي او تر اوسه یوازیني فضانورد ،عبدالاحد مومند، په اړه جوړ شوی پښتو لنډ فلم «هېر شوی فضانورد» د سپتمبر پر ۲۵مه د برېتانیا په برېسټول ښار کې د «انکاونټرز» فلمونو په میله کې نندارې ته وړاندې کېږي.
دغه ۱۶ دقیقې فلم افغان ـ برېتانوي فلم جوړوونکي الهام احساس جوړ کړی او د عبدالاحد مومند فضايي سفر د کډوالۍ، وطن، یادونو او له خپلې خاورې سره د افغانانو د اړیکې له موضوعاتو سره تړي.
عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸م کال کې فضا ته تللی و او د «میر» فضايي سټېشن ته یې سفر کړی و. هغه د خپل ماموریت پر مهال له مدار څخه له خپلې مور سره په پښتو خبرې کړې وې.
د فلم د جوړوونکو په وینا، همدغه خبرې د مومند د فضايي سفر له تر ټولو مشهورو شېبو څخه دي او فلم هم د همدې تاریخي یاد له لارې د وطن او جلاوطنۍ موضوع را اخلي.
«هېر شوی فضانورد» یوازې د یو فضايي سفر کیسه نه ده، بلکې د افغانستان د هغه وخت جګړه، د میلیونونو افغانانو کډوالي او له وطنه د لرې ژوند تجربې هم ورسره تړي. د فلم په کیسه کې دا پوښتنه راولاړېږي چې انسان له خپل وطنه لرې څنګه له ژبې، کورنۍ او یادونو سره خپله اړیکه ژوندۍ ساتي.
د فلم بشپړه موده ۱۶ دقیقې او ۱۰ ثانیې ده. الهام احساس یې لیکوال او ډایرکټر دی، او عبدالاحد مومند، ببرک احساس او نظیفه احساس هم پکي راڅرګندېږي. فلم تر دې مخکې د لوکارنو او ډوکو فېسټ په ګډون په نړیوالو فلمي میلو کې هم نندارې ته وړاندې شوی دی.
الهام احساس افغان ـ برېتانوی فلم جوړوونکی، لیکوال او اداکار دی. د هغه پخوانی لنډ فلم «زېړ» د برېتانیا د فلم او ټلویزیون د جایزو لپاره نومول شوی و او د اسکار جایزو لنډ فهرست ته هم رسېدلی و.
«هېر شوی فضانورد» د کین لوچ د «سکسټین فلمز» له شرکت سره په ګډه جوړ شوی دی. د «انکاونټرز» د فلمونو میله هر کال په برېسټول ښار کې کېږي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لنډ او مستند فلمونه پکې نندارې ته وړاندې کېږي.


شال نیوز