بنو : د بنو پولیسو دعوه کړې ده چې د ډومېل په سیمه کې یې د «ګیدړ ګروپ» پر ضد په عملیاتو کې درې وسله وال وژلي او یو شمېر نور یې ژوبل کړي دي.
پولیس وايي، عملیات ،د سپتمبر په ۳مه، د بنو د پولیسو مشر کیپټن ریټایرډ ،محمد فرقان بلال، تر څارنې لاندې ترسره شوي او د نښتې پر مهال نور وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.
د پولیسو په وینا، ځواکونو هغو سیمو ته هم پرمختګ کړی دی چې پخوا ورته د پولیسو رسېدل ستونزمن بلل کېدل. پولیسو ویلي دي، چې د عملیاتو پر مهال د بنو د پولیسو مشر هم په سیمه کې موجود و او د ځواکونو مشري یې کوله.
پولیسو دعوه کړې ده چې محمد فرقان بلال د بنو د پولیسو د مشر په توګه له دندې اخیستو وروسته په بېلابېلو عملیاتو کې تر اوسه ۵۹ وسله وال وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، په همدې موده کې په لارو کې ایښودل شوي یو شمېر چاودېدونکي توکي هم شنډ شوي دي.
د بنو پولیس وايي، چې د پرله پسې عملیاتو له امله پر پولیسو د وسله والو په بریدونو کې کموالی راغلی دی. پولیسو ویلي دي، چې په ډومېل او د بنو په نورو سیمو کې به د وسله والو پر ضد عملیات دوام لري.
د تازه عملیاتو د مرګ ژوبلې او د پولیسو د نورو شمېرو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.


شال نیوز