پېښور : د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې، سی ټي ډي، دعوه کړې ده چې د پېښور په بډه‌ بير سیمه کې یې په یوه نښته کې څلور وسله وال وژلي دي. سی ټي ډي ویلي دي، چې ،د سپتمبر په ۲مه، پر شپه یې په سیمه کې د وسله والو د تګ راتګ په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او د پولیسو یوې ډلې د هغوي د نیولو هڅه وکړه.

 

د ادارې په وینا، مشکوکو کسانو د درېدو پر ځای پر پولیسو ډزې وکړې چې وروسته نښته پېل شوه او شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ دقیقو روانه وه. سی ټي ډي دعوه کړې ده چې په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او له هغوي څخه درې واړه ماشینګڼونه، یوه تومانچه، یو لاسي بم، موبایل ټیلیفون او مهمات ترلاسه شوي دي.

 

ادارې ویلي دي، چې د یو وژل شوي کس له جامو څخه د افغانستان د کونړ ولایت یو شناختي کارډ هم ترلاسه شوی دی. سی ټي ډي وايي، چې د وسله والو یو شمېر نور ملګري له سیمې تښتېدلي او د هغوي د نیولو لپاره لټون روان دی.

 

تر اوسه د وژل شويو کسانو نومونه او د هغوي د کومې وسله والې ډلې سره د تړاو بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.