شانګله : د سپتمبر په ۲مه د شانګلې پوهنتون کې یو ورځنی اوپن ډې ترسره شو، چې په کې د شانګلې ضلعې د بېلابېلو ښوونځیو او کالجونو زده کوونکو، والدینو، پرنسپلانو، استادانو او د بېلابېلو تعلیمي ادارو استازو ګډون وکړ.
د اوپن ډې په مهال د پوهنتون د بېلابېلو څانګو له لوري سټالونه لګول شوي وو، چې پکې ګډونوالو ته د پوهنتون د بېلابېلو تعلیمي پروګرامونو، اسانتیاوو او تعلیمي چاپېریال په اړه معلومات ورکړل شول.
د غونډې ځانګړی مېلمه د شانګلې پوهنتون وایس چانسلر، پروفېسر ډاکټر سردار خان تمغه امتیاز، وو. په دې موقع زده کوونکو ګډونوالو ته د پوهنتون د روانو تعلیمي او نورو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ذده کونکي افراز اقبال وویل چې مونږ له وړاندې د شانګلې پوهنتون کې زده کړې کوو. نن چې کوم زده کوونکي او نور ګډونوال راغلي وو، مونږ هغوي ته د پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او بېلابېل سټالونه مو هم لګولي وو.
د شانګله پوهنتون نه فارغ شوی ذده کوونکی علی رحمان وایي چې د شانګلې پوهنتون له جوړېدو وړاندې دلته د دې ډول فعالیتونو لړۍ نه وه. د پوهنتون له جوړېدو وروسته مونږ ډېر خوشحاله یو.
د شانګلې پوهنتون وایس چانسلر پروفېسر ډاکټر سردار خان وویل، چې د اوپن ډې موخه زده کوونکو او عامو خلکو ته د پوهنتون د تعلیمي چاپېریال او دلته د وړاندې کېدونکې زده کړې په اړه عملي معلومات ورکول وو.
د اوپن ډې موخه دا وه چې خلک او زده کوونکي په خپله راشي او وګوري چې د شانګلې پوهنتون کې څنګه زده کړه ورکول کېږي. د وخت په تېرېدو سره د شانګلې پوهنتون د پرمختګ پر لور روان دی او زمونږ هڅه دا ده چې زده کوونکو ته معیاري زده کړې برابرې کړو
د پوهنتون د انتظامیې په وینا، د اوپن ډې له لارې زده کوونکو ته د لوړو زده کړو فرصتونو، بېلابېلو څانګو او پوهنتون کې د موجودو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکول د دې پروګرام اساسي موخه وه، چې ګډونوالو یې د زده کوونکو د تعلیمي لارښوونې لپاره مهم اقدام وباله.


عرفان حسین علي